اسلایدشوافغانستاند سولی پروسیروستي خبرونهسیاست

عطامحمد نور: ملي اجماع په هر شرایط کې یوه اړتیا ده

د اسلامي جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور، په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر استیفانو پونته‌کورو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.


د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه ویدیو کنفرانس کې، نن سه‌شنبی د غوایی میاشتی ۱۴ د روان وضعیت، د اجماع اړتیا، د سولې خبرو اترو چټکتیا او سولې ته د خلکو اړتیا په اړه بحث وشو.
د ناټو ملکي سفیر د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان خلکو څخه د ملاتړ دوام ډاډ ورکړ؛ زیاته کړه چې د سولې بهير چټکوالي لپاره به یو لړ نور اقدامونه ترسره شئ.


د اسلامي جمعیت ګوند مشر پداسې حال کې چې د ناټو ملکي سفیر د ژمنو څخه هرکلي وکړ او د ملي اجماع ترلاسه کولو لپاره د هغه هلې ځلې یوه اړتیا وښوده؛ څرګنده يې چې حکومت باید په دغه برخه کې غفلت ونکړي.
هغه زیاته کړه چې حکومت باید دې ته پام وکړي چې د ملي اجماع او ملی بسیج ترلاسه کول په هر شرایط کې؛ هم د سولې بهير په خبرو اترو کې او هم د سولې بهير نه پایله ته رسېدو په صورت یوه اړتیا ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا