اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

د ایران سفارت: په افغانستان کې زموږ هدف دا دی چې دغه هېواد د پرمختګ او ثبات په لور بوځي

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد نبي عمري سره په کتنه کې وویل، په افغانستان کې د ایران وروستۍ او مطلوبه موخه له ترهګرۍ سره مبارزه، د امنیت تامین، داخلی جګړه مخنیوی او افغانستان د پرمختګ او اقتصادي پرمختګ پر لور بوځي.

په کابل کې د ایران سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د تهران او طا-لبانو ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ایران سفارت لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې «موږ ښه پوهیږو چې امریکا او د سیمې ځینې هېوادونه د ایران او افغانستان له ښو اړیکو ناخوښه دي».

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایراني چارواکو هم له هیرمند څخه د هېواد د امتیازاتو د نه ورکړې په اړه شکایتونه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا