اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

متقي پر سوداګرۍ د بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

ډید خبري اژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې د سوداګرۍ د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ٢٢مه) يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې ليدنه کې د يوناما مشر اميرخان متقي ته د راتلونکي نړيوال کنفرانس د موخو په اړه معلومات ورکړل.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر سوداګرۍ بندیزونه لیرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم دغو طا-لب چارواکو ویلي، چې دغه ډله به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د ثور په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دوحه کې د افغانستان په اړه د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې غونډه وکړه. ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طا-لبانو ته بلنه نه ده ورکړې. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په راتلونکي کې هم د ورته غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا