اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ذبیح الله مجاهد: د دارالافتاء د حکم له مخې بهر ته د جهاد اجازه نشته

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي چې د دوی د فرمان له مخې د نړۍ د مشر له حکم پرته په بهر کې جګړه، «جهاد» نه ګڼل کېږي او جواز نه لري.

د طا-لبانو ویاند اعلان وکړ چې د دوی دارالفتاء په بهر کې د جګړې پر ضد فتوا صادره کړې او دا یې «جهاد» نه ګڼي.

مجاهد ویلي چې د طا-لبانو دارالفتاء امر کړی چې د مشرتابه له اجازې پرته له افغانستانه بهر جګړه روا نه ده.

په دې وروستیو کې یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې اسلام اباد د تحریک طا-لبان پاکستان د فعالیتونو پر ضد د هبت الله اخندزاده د یوې عامه فتوا د صادرولو غوښتنه کړې ده.

خو د طا-لبانو ویاند وايي چې دا ډول فتوا د هبت الله اخندزاده له خوا نه ده صادره شوې، بلکې د طا-لبانو دارالافتاء «مجاهدینو ته لارښوونه کړې چې له اجازې پرته د جګړې لپاره وتل جهاد نه بولي».

تر دې مخکې د طا-لبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد ویلي و چې که څوک بهر ته د جګړې لپاره لاړ شي، د هغه جګړه جهاد نه دی.

په پاکستان کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته د دغه هېواد چارواکو په دغو بریدونو کې د افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو طا-لبانو تل د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړي او وايي، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا