افغانستانروستي خبرونهټولنه

د لویدیځې حوزې علما : یو مسلمان هم بل مسلمان په روژه کې نه وژني

د درېیو دیني علماوو، هر یو الحاج شهید فیاض، شهید کریمي او شهید صمیمي، چې  د هرات په تېره ورځ چاودنه کې یې ځانونه له لاسه ورکړي ول،د دیني علماوو او په سلګونو نورو وګړیو په ګډون، د جنازې مراسم ترسره شول .

د دید خبرګزارۍ د ګزارش له مخې، ښاغلي یزداني، د د الهمدي جبراییل د ښارګوټي د جومات خطیب په دې مراسمو کې په ګډون سره د شهید د مقام په باب وینا وکړه او و یې ویل : موږ د شهداوو د وینو پر وړاندې مسوولیت لرو او باید عدالت غوښتنه وکړو.

هغه امنیتي چارواکي خپل مخاطب کړل او ویې ویل، چې د  دیني علماوو او شخصیتونو د ترور له هماغه پیله موږ امنیتي چارواکيو ته مراجعه کړې وه او  هغوی هم د امنیت د تامین ژمنې راسره کړې وې؛ خو تر اوسه د تېرو پېښو د پلټنو هېڅ اغېز نه لیدل کېږي.

ښاغلي یزداني ټينګار وکړ، چې دولت باید د خلکو وضعیت درک کړي او تر دې ډېر د خلکو د امنیت تامین ته توجه وکړي.

په همدې حال کې ښاغلي توکلي، په هرات کې د آیت الله حکیم د دفتر استازی او د لویدیځ حوزې له مشهورو علماوو ځنې وویل : په دې روستیو کلونو کې دښمن پر علماوو او جوماتونو بریدونه کوي .

هغه وویل : دا راښيي، چې دښمن مو مسلمان نه دی .

دې دیني عالم وویل : هېڅ مسلمان، بل مسلمان په روژه کې نه وژني .

ښاغلي توکلي د دین او ولس دښمن، یهود او نصارا وګڼل او ترهګریز بریدونه یې هم د هغوی چار وباله .

د هغه د وینا له مخې، مسلمانان دې د دیني جیدو علماوو نه په لاروۍ، دښمن ته غاښ ماتی ځواب ورکړي .

دې دیني عالم د خپلو خبرو په پای کې خلک یووالي ته راوبلل او و یې ویل : د اسلام دښمنان د درز اچونې په تکل کې دی او مسلمانان باید هوښیار وي .

بلخوا هم قاري احمد علي غوردروازي، د افغانستان د حزب الله مشر، خلک یووالي ته راوبلل .

هغه وویل : دولت باید د ولسي ځواکونو د منلو ظرفیت په ځان کې ولري، چې له دې بحرانه راووځو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا