اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

په کابل کې احتمالي مظاهرې

په پلازمینې کابل ښار کې د احتمالي تظاهراتو په اړه د کابل ګانیزیون قومانداني وایي، د تظاهراتو او اعتصابوتو د قانون پر بنسټ، سولییز لاریون، اعتصابونه، او اعتراضي غونډې د خلکو حق دي.

خو کابل ګانیزیون وایي، چې د وروستيو تظاهراتو په ترڅ کې د نافذه قوانین څخه د سرغړونې له امله ګڼو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

د کابل ګارنیزیون له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د غونډو، اعتصابونو، او تظاهراتو د اووم مادې په مطابقت کې امنیتي بنسټونو ته باید مخکې خبر ورکړل شي ترڅو امنیتي ځواکونه وکولای شي د غونډو او تظاهراتو ځایونو او د خلکو لارو لپاره امنیتي تدابیر ونیسي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې کابل ګارنیزین له معترضینو څخه غواړي چې د تظاهراتو په دوران کې د وسلو د لیږد او له ممنوعه سیمو څخه د جمهوري ریاست، ډیپلوماټیک ځایونو د وزیر محمد اکبر خان په ګډون، پوځي سیمو، روغتونونو، او سوداګریزو سیمو څخه د غونډو جوړلو او تظاهراتو څخه ډډه وکړي.

کابل ګارنیزیون په همدې حال کې خبرداری ورکوي، چې د سولییزو غونډو، اعتصابونو، او تظاهراتو له قوانینو څخه د سرغړونې په صورت کې مسوول به د تظاهراتو تنظیم کوونکي وي او د دغو کسانو هویت امنیتي بسټونو سره تثبیت دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت مخکې په پلازمینې کابل د المان سفارت ودانې ته څېرمه د خونړي برید وروسته سلګونو خلک د یاد برید په غبرګون کې واټونو ته راوتل او لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو چې مظاهره چیانو د ارګ لورته د تګ هڅه کوله.

د تاوتریخوالو په ترڅ کې د مشرانو جرګې لومړي نائب زوی سالم ایزدیار زوی هم ووژل شو خو د حکومت، معترضینو او د جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې پر له پسې ځانمرګي بریدونه ترسره شول او په ترڅ کې یو شمېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا