افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

د کابل شار په شمال کې نښته؛

طا-لبان: د «خوارج» په پټنځای برید کې مو دوه تنه ووژل

ډيډ خبري اژانس: د کابل په خیرخانې کې د تېرې شپې له سختې جګړې وروسته طا-لبان وايي، د «خوارج» پر یوه پټنځای یې برید کړی او دوه تنه یې وژلي دي.

طا-لبان: د «خوارج» په پټنځای برید کې مو دوه تنه ووژل

تېره شپه (چهارشنبه د سرطان ۱۵مه) د کابل په شمال کې د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې سخته جګړه شوې ده. ځینې راپورونه وایی چې د ملی مقاومت جبهې ځواکونو د طا-لبانو پر یوې پوستې برید کړی دی.
خو د طا-لبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې ځواکونو په کابل کې د «خوارج» پر پټنځاى د عملياتو په ترڅ کې دوه تنه وژلي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.
مجاهد په خپل ټويیټ کې ليکلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي او يا هم د دې ډلې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
مجاهد ویلي چې د تخریبي کړنو پلان چې «مسلکي جنایتکارانو» په کابل کې درلود، شنډ شو.
طا-لبان د داعش غړي «خوارج» بولي.
د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته داعش د ملکي وګړو او طا-لبانو پر وړاندې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته. دا په داسې حال کې ده چې طا-لبانو تل ټینګار کړی چې داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا