اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د امریکا کانګرس به سبا د دوحې د تړون په اړه غونډه وکړي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې اعلان کړی، چې د زلمي خلیلزاد په حضور کې به د دوحې د هوکړې د نه عملي کېدو په اړه غونډه وکړي.

د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان وکړ چې سبا پنجشنبه (د دلو په ۲۶) به «څنګه د بایډن اداره د دوحې تړون پلي کولو کې پاتې راغله» په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د بهرنیو اړیکو کمیټې د دې غونډې موضوع «د پردې تر شا: د بایډن اداره څنګه د دوحې د تړون په پلي کولو کې پاتې راغلې» نومولې.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طا-لبانو ترمنځ لاسلیک شو.

له دې هوکړې وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت ړنګ شو او طا-لبانو بیا واک ترلاسه کړ.

په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د دوحې د تړون معمار بلل کېږي، وینا وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا