اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په افغانستان کې د ننګونو په اړه د تام ویست له طارق علي بخت سره مشوره

ډید خبري اژانس: تام ویست د خپلو کتنو او بیا کتنو په دوام کې دا ځل د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علی بخیت سره په دغه هېواد کې د شته ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت پرون د دغه سازمان په دارالانشا کې له توماس ویست سره وکتل.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوه اړخیزو ګټو پر موضوعاتو او په افغانستان کې له بشري، اقتصادي او نورو ننګونو سره د مقابلې پر ممکنه لارو چارو خبرې وکړې.

طارق علي بخیت همداراز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) ګډون د دغه سازمان د وزیرانو د شورا د پرله پسې پریکړو پراساس دی.

دې سازمان د دې غونډې په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا