اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

امریکايي او قطري چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ډيډ خبري اژانس: د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير د ملي امنيت له سلاکار او د امريکا د کانګريس د بهرنيو چارو د کمېټې له مشر سره د افغانستان په اړه د علاقې وړ موضوعاتو او پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن (د سرطان په ۲۷مه) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان او د دغه هیواد د سنا د بهرنیو چارو د کمیټې مشر باب مینډیس سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په افغانستان کې پرمختګونه او د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د دوام اړتیا د دې خبرو اترو تمرکز وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو او ستراتيژيکو همکاريو په اړه خبرې او د نظر تبادلې وشوې.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په تېره بیا د ایران اټومي موافقه، د اوکراین د جګړې کړکېچ او د لبنان او افغانستان د پرمختګونو سوله ییز حل او له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام اړتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د د قطر لومړی وزیر او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار بحث له موضوعاتو څخه وو.

قطر له طا-لبانو سره نږدې اړیکې لري او د دې ډلې او لویدیځو هېوادونو ترمنځ یې د منځګړي په توګه هم کار کړی دی.

دوحه څو څو ځله د طا-لبانو او امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.

د راپورونو له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر کندهار ته د سفر پر مهال د طا-لبانو له مشر سره پټې ناستې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا