اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

اسلام اباد په ځنډ سره: موږ په افغانستان کې د حافظ ګل بهادر په ډله برید وکړ

دید خبري اژانس: څو ساعته وروسته له هغې چې سرپرست حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د پاکستان په هوايي برید کې اته تنه وژل شوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې دغه هیواد د افغانستان په پوله کې د «استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ ضد عملیات» ترسره کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو عملیاتو اصلي هدف د حافظ ګل بهادر ډلې ترهګر وو.

وزارت زیاته کړه چې دا ډله، د تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) وسله والو سره یوځای، په پاکستان کې دننه د ډیری ترهګریزو بریدونو مسولیت لري، چې په پایله کې یې «سلګونه ملکي وګړي او د قانون پلي کونکي چارواکي وژل شوي».

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ډول تروریستي برید د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته شوی چې له امله یې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان هوايي برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دوو افسرانو په ګډون د اوو سرتېرو د وژل کېدو غچ واخیست.

د حافظ ګل بهادر ډلې په شمالي وزیرستان کې د خونړي برید مسوولیت منلی دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي، د ګل بهادر جنګیالي له افغان لوري او په ځانګړې توګه د خوست له پولې څخه فعالیت کوي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان او افغانستان د واکمنانو ترمنځ تماسونه او ناستې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته «بنسټیز اهمیت» ورکوي او له همدې امله یې تل د ترهګرۍ له ګواښ سره د مقابلې لپاره خبرو او همکارۍ ته لومړیتوب ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په وار وار یې له افغان چارواکو غوښتي، چې په دې اړه کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ د ځالې په توګه ونه کارول شي.

بیان زیاتوي: موږ له هغوی هم غوښتي چې د پاکستاني طا-لبانو د هڅولو لپاره خوندي پټنځایونه رد کړي او د هغوی مشران پاکستان ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: مونږ په قدرت کښې له دغو عناصرو څخه غواړو چې د هغو خوارج ترهګرو سره د ملګرتیا په سیاست باندې له سره غور وکړي چې د پاکستان د بې ګناه خلکو وینه تویوي او د پاکستان د خلکو په څنګ کښې د ودریدو واضح انتخاب وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا