اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

حاجي ظاهر قدیر : د افغانستان د حالاتو مطابق باید ګام واخستل شي

د افغانستان اوسنی وضعیت دا نه ایجابوي چې خلک دې لارو سړکونو ته راووځي او ارګ دې محاصره کړي، د لارو په بندیدو سره څومره زیان چې ښاریانو او سوداګرو ته رسیږي هغومره یې ارګ او اجرایه ریاست مشرانو ته نه رسیږي. دا وضعیت یواځې د سیمې استخباراتو او هغه مغرضو کړیو په ګټه دی چې په ولس قومي او سمتي سوداګري کوي او له احساساتو یې ګټه اخلي.
زه تر هر چا وړاندې په دې حکومت نیوکې لرم چې ستونزې یې زیاتې کړي خو په اوسني وضعیت کې د دې نظام پرضد هر حرکت ځکه غندم چې د دې هېواد او هېوادوالو په ګټه نه دی.
لاریون او اعتراض زموږ د ټولو حق دی خو اوس چې کومه لوبه روانه ده دا ددې ولس په خیر نه ده او زیان یې څو چنده لوړ دی، له همدې فرصته په ګټنې دښمن په کمین کې دی او معترضین د اشخاصو او ځینو مغرضو کړیو په لارښوونه په خپلو ګټو راڅرخوي.
زه د ولسي جرګې د یو غړي په صفت له نورو ملګرو او پلویانو سره یو ځای هڅه کووم چې څنګه کیدای شي دا وضعیت کابو کړو چې دښمن هدف ته و نه رسیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا