افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د امریکا متحدو الایاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس پلاوي سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس پلاوي سره وکتل.
د دید خبری آژانس به رپوت، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې جمهوررئیس غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او په تېرو ۱۸ کلونو کې یې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همېشني مالي او سیاسي ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.
دغه راز جمهوررئیس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو چې د دواړو هیوادونو د ثبات، امنیت او ګډو موخو لپاره جنګېدل، قدرداني وکړه.
جمهوررئیس غني په ولسواکو پروسو کې له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستې په خاطرمننه وکړه او وې ویل، له امریکا سره زموږ مشارکت پایداره وو او پایدار به پاتې شي. هغه زیاته کړه د سپتمبر د ۱۱ تراژیدۍ زموږ هیوادونه سره متحد کړل، موږ له افغانستان څخه د امریکا د لازیات ملاتړ او په بېلابېلو په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.
جمهوررئیس د سولې په اړه وویل، سوله زموږ لپاره لومړیتوب لري، خو هغه سوله چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي او د اساسي قانون ارزښتونه او د ښځو حقونه په کې خوندي شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي.
دغه راز د هیواد لومړۍ مېرمن هم په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان د ښځو رول له حاشیې څخه متن ته راغلی او ښځې په لویو تصمیمونو کې پام وړ ونډه لري.
په دغه کتنه کې افغان لوري د ښې حکومتولۍ، تروریزم او اداري فساد سره د مبارزې، د ملکي خدمتونو په برخو کې د اصلاحاتو او د پوهنې د ودې په برخو کې د خپلو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او پر تلپاتې سولې یې چې د افغانانو ګټې په کې خوندي وي، ټینګار وکړ.
جمهوررئیس همدارنګه د تهدیداتو کُلي وضعیت تشریح کړ او وې ویل، القاعده او داعش لا هم افغانستان او د امریکا متحدو ایالتونو ته د جدي ګواښ په توګه مطرح دي، طالبان تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي او په قصدي توګه ملکي وګړي خپل هدف ګرځوي، موخه یې داده چې نظام ته زیان ورسوي له نېکه مرغه خپلې موخې ته ونه رسېدل.
جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست ټاکنو د بریالي ترسره کېدو په اړه وویل، زموږ هیوادوال د ټولو ګواښونو باوجود د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل او امنیتي او دفاعي ځواکونو مو په بې پرې توګه د دغه ملي بهیر امنیت ټینګ کړ.
ورپسې د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس مشرې نانسي پلوسي وویل، په افغانستان کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هیواد کې د هغو تروریستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل شي.
نوموړې په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې وستایلې او وې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو په کانګرس کې زموږ لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تامین او د لاسته راوړنو ساتنه ده.
اغلې پلوسې څرګنده کړه، موږ د ستاسې لاسته راوړنو، تعهداتو او لومړیتوبونو او دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو سره د دوامداره دوستۍ په خاطر ستاسې د هڅو درناوی کوو او زموږ لپاره د دغو ګډو لاسته راوړنو ساتنه لومړیتوب لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا