افغانستانروستي خبرونهسیمه

د ایرن ولسمشر:

په افغانستان کې د ډېرو بندونو جوړېدل زموږ په زیان دي

د ایران ولسمشر حسن روحاني په افغانستان کې د ډېرو بندونو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړی دی.

نوموړي له دوړو او توپانونو سره د مبارزې تر عنوان لاندې کنفرانس کې، چې د ۳۴ هېوادونو په ګډون په ایران کې جوړ شوی، ویلي؛ په ایران او عراق کې د ډېرو بندونو د جوړېدو په اړه پټه خوله نه شو پاتې کېدلای. د روحاني په خبره په افغانستان کې د بندونو جوړېدل ددې سبب کېږي چې په ایران او سیمه کې اوبه کمې شي، بیابانونه ډېر شي او ددوړو او توپانونو سبب شي. نوموړي همدا راز ویلي، چې د چاپېریال ساتنې لپاره د سیمې د هېوادونو مرسته او همکاري اړینه ده او په دې برخه کې یې د ګاونډیو پر مرسته ټینګار کړی دی. په دې کنفرانس کې د افغانستان استازیتوب د چاپېریال ساتنې وزیر مصطفی ظاهر کوي. دغه کنفرانس نن پیل شوی دی او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د حللارو د پيدا کولو لپاره به ۳۴ هېوادونه خپل نظریات وړاندې کوي. هېره دې نه وي چې ایران په دې وروستیو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی له همدې امله هڅه کوي د ورته کنفرانسونو له لارې خپلې دغې ستونزې ته چې ورځ تر بلې سترېږي حللاره پیدا کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا