اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهروستي خبرونهټولنه

په تېرو شپږو مياشتو کې د ترافيکي پېښو له امله تر زرو ډېر کسان وژل شوي دي

ډید خبري اژانس: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې په ترافیکي پېښو کې ۱۰۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې موده کې د هېواد په لویو لارو او ښارونو کې ۲۲۸۸ ترافیکي پېښې شوي دي.

ده وويل چې په دې پېښو کې ٣٨٩٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دا پیښې د موټر چلوونکو د «بې احتیاطي» له امله رامنځته شوې دي.

په ورته وخت کې د سړکونو تخریب، د لارو خرابوالی او د موټرو خرابوالی هم د ترافیکي پېښو له لاملونو بلل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا