روستي خبرونهسیاستنړۍ

امریکا خپلو اتباعو ته د القاعدې د غچ اخیستو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی

دید خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د القاعدې د مشر له وژل کیدا وروسته د دغې ترهګرې شبکې له خوا د غچ اخیستنې د احتمال خبرداری ورکړ.

امریکا خپلو اتباعو ته د القاعدې د غچ اخیستو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل ښايي د القاعده پلویان دې ته اړ کړي چې امریکايي تاسیسات یا اتباع په نښه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: د الظواهري له وژل کېدو وروسته ښايي د القاعده او ورسره تړلو تروریستي سازمانونو ملاتړي د امریکا پر تاسیساتو، پرسونل او اتباعو د بریدونو هڅه وکړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعدې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د لا زیاتو امکاناتو اعلان کړی دی.
الظواهري څو اونۍ وړاندې د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا