اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

امامعلي رحمان په افغانستان کې د سولې پر خبرو او ټول شموله حکومتولۍ ټینګار وکړ

ډید خبري اژانس: د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نشه يي توکو قاچاق ته د اشارې په ترڅ کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د نشه‎يي توکو قاچاق په ځانګړې توګه ډېر شوی دی.

هغه وويل، تاجیکستان په دې موده کې له لس ټنو ډېر نشه يي توکي د هېواد په پوله کې نيولي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زياتوالى ښيي.

دوه میاشتې وړاندې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي وو چې افغانستان د میتامفیتامین او هیروینو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی او د دغو نشه یي توکو ډېره برخه د هېواد له پولو بهر قاچاق کېږي.

د تاجیکستان ولسمشر زیاته کړه، د منځنۍ اسیا امنیت، ثبات او سیمه ییزه همکاري د افغانستان له وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري، چې د ده په وینا دا هېواد لا هم له سختو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو سره لاس او ګرېوان دی.

هغه یو ځل بیا پر بین الافغاني مذاکراتو او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، دا کار په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره مهم دی.

رحمان وویل: لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي. په دې ستونزمن وخت کې، تاجیکستان د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د شپږو سرحدي پلونو د جوړولو په ګډون د بشري او زیربنایي مرستو د برابرولو په برخه کې خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

د تاجیکستان ولسمشر ټینګار کړی چې د ترهګرۍ، افراطیت او د نشه یي توکو د قاچاق د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو په وړاندې نړیوال ځواب باید هر اړخیز وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا