اسلایدشوروستي خبرونهسیمهنړۍ

د پاکستان د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف

ترهګرو ډلو په پوره آزادۍ سره د پاکستان په مختلفو سيمو کې بنرونه لګولي او له خلکو چندې او سرسايې په دې نوم ټولوي، چې په افغانستان کې پرې “جهاد” وکړي

لندن – د پاکستان د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين دې ته په اشارې سره چې په پاکستان کې ترهګريزو ډلو ته د فعاليت بشپړه زمينه برابره شوې ويلي، تر هغو چې په پاکستان کې ترهګرو ته د فعاليت زمينه برابره وي، په افغانستان کې به سوله د يوې هيلې تر بريده وي. فايننشل اکسپرس ورځپاڼې ليکلي، الطاف حسين دا خبرې پرون په کابل کې تر هغه خونړي بريد وروسته کړې، چې ۱۰۰ تنه پکې شهيدان او تر ۴۰۰ ډير يې ټپيان کړل. ده ويلي، پاکستان ترهګرو او توندلارو ته د عمل پراخه آزادي ورکړې ده. الطاف حسين ويلي، ترهګرو ډلو په پوره آزادۍ سره د پاکستان په مختلفو سيمو کې بنرونه لګولي او له خلکو چندې او سرسايې په دې نوم ټولوي، چې په افغانستان کې پرې “جهاد” وکړي. د پاکستان د متحده غورځنګ ګوند مشر الطاف حسين، چې په لندن کې اوسيږي ويلي: د کابل د پېښې عاملان د انسانيت دښمنان او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی. الطاف حسين پر پېښه د خپګان د څرګندولو تر څنګ ويلي، چې دی، ملګري يې او د پاکستان ټول کډوال په دې لویه آزموينه کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي. متحده قومي غورځنګ د کراچۍ تر ټولو لوی سياسي ګوند دی، چې په وروستيو کې د پاکستان له سختو ګوزارونو سره مخ دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا