اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د نړۍ د ۲۰۰ زرو کسانو غوښتنه

ډید خبري آژانس: د بښنې نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان پرون په X صفحه کې لیکلي چې د عریضې لاسلیک کوونکو د افغانانو د ازادۍ، کرامت او مساواتو د ژوند کولو له حق څخه ملاتړ کړی دی.

دوی له طا-لبانو هم غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیسي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې غوښتنلیک کې چې تېر کال خپور شو، ویل شوي چې طا-لبان نه یوازې دا چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې نه‌دي پوره کړي، بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړې او بشري حقونه یې په بشپړ معافیت سره تر پښو لاندې کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې پر بشري حقونو له ټولو اړخونو بریدونه شوي او باید ودرول شي.

دغه سازمان په ډاګه کړې، چې طا-لبانو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې کړي، چې په کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو، ښځو او نجونو، د LGBT خلکو، د بشري حقونو مدافعین، د مدني ټولنې غړي، قاضیان، .، ژورنالیستان، مدافع وکیلان او د حکومت د پخوانیو چارواکو غچ اخیستنې او بریدونه شامل دي، نور باید سمدستي پای ته ورسیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا