افغانستانروستي خبرونهټولنه

هند افغان سکهانو او هندوانو ته د ویزو په ورکولو کې لومړیتوب ورکوي

د دید خبری آژانس: د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کابل کې د دوی پر معبد باندې د پرونۍ تروریستي حملې وروسته یې افغان هندوانو او سکهانو ته د بریښنایی ویزو ویشلو ته لومړیتوب ورکړی دی.

هند افغان سکهانو او هندوانو ته د ویزو په ورکولو کې لومړیتوب ورکوي

هندي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې تر سلو زیاتو افغان هندو او سکهانو ته د الکترونیکي ویزو وېش د دغه وزارت لومړیتوب دی.
داعش په کابل کې د سکهانو پر یوه معبد د برید مسئولیت منلی چې د یوه سکه تبعه په ګډون یې دوه کسان ووژل او اووه نور یې ټپیان کړل.
خو ځايي سرچينې بيا وايي، چې په دغه عبادتځاى کې د قربانيانو شمېر له خپرو شويو شمېرو څخه زيات دى. ویل کېږي چې د برید پر مهال په زیارت کې شاوخوا ۳۰ کسان موجود وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا