اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سراج الدین حقاني له طا-لب ځواکونو سره د هزاره ولس د ملاتړ غوښتنه وکړه

ډید خبري اژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست له یو شمېر مخورو شیعه ګانو سره په کتنه کې له هزاره ګانو وغوښتل چې له طا-لب ځواکونو ملاتړ وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د دلو ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د شیعه ګانو له متنفذو کسانو سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د طا-لبانو پر وړاندې د هزاره ګانو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د هزاره ګانو په ګډون د خلکو د امنیت د تامین لپاره به کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، سراج الدین حقاني په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې هزاره ګان هم له طا-لبانو د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته په تمه دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، شیخ عبدالناصر بامیاني، سید صوفي ګرديزي او احمد حسین سنګردوست له سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې «د کورنیو چارو وزارت کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د حاکمیت او پیاوړتیا په برخه کې به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا