اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د تهران او تاشکند ترمنځ هوکړه

ډید خبري اژانس: د ایران او ازبکستان مشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت هوکړه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون په تهران کې سره وکتل.

د ازبکستان ولسمشر ایران ته د سفر لپاره د ایران د ولسمشر د بلنې او د ازبکستان د پلاوی د تود میلمه پالنې قدرونه وکړه.

په دې کتنه کې د دوه اړخیزو عملي همکاریو د پراختیا پر امکاناتو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وشوې.

د دواړو هېوادونو مشرانو يادونه وکړه، چې د سوداګرۍ، اقتصادي او پانګونې د همکاريو لا پراختيا ته ډېر اهميت ورکوي.

دواړو خواوو د نړیوالو ننګونو او ګواښونو لکه نړیوال تروریزم، د مخدره موادو قاچاق، سایبر تروریزم او د انسان قاچاق په څیر د مبارزې په برخه کې د هڅو د یوځای کولو په اهمیت ټینګار وکړ.

د هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د دغه هېواد د ټولنیز-اقتصادي بیارغونې د هڅولو په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د بېلابېلو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو په چوکاټ کې د څو اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دې ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو څو سندونه لاسلیک شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا