افغانستانروستي خبرونهسیاست

د طا-لبانو قواوو لوی درستیز بامیانو ته تللی دی

د دید خبری آژانس د خبر له مخې : د طا-لبانو د پوځ لوی درستیز قاری فصیح الدین بامیان ولایت ته سفر کړی دی. د طا-لبانو د دفاع وزارت ویلي دي چې د نوموړي د سفر موخه د بامیان ولایت د امنیتي وضعیت څیړل دي.

د طا-لبانو قواوو لوی درستیز بامیانو ته تللی دی

د باختر خبري آژانس چې د طا-لبانو تر واک لاندې کار کوي خبر ورکړ چې د طا-لبانو د ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر د باميانو ولايت له سيمه ييزو مقاماتو سره وکتل.
په دې کتنه کې د طا-لبان د دفاع وزارت لوی درستیز د باميانو ولايت امنيتي مسئولينو ته امر وکړ چې ددغه ولايت دامنيت دتامينولو لپاره له جديت څخه کار واخلي.
په تیرو وختونو کې بامیان د افغانستان یو له امنو ولایتونو څخه ګڼل کیده. خو د طا-لبانو په راتګ سره په دغه امنیت کې بدلون راغلی دی.
بامیان ته د طا-لبانو لوی درستیز سفر په داسې حال کې کېږي چې زرګونه بلخابي بې ځایه شوي خلک د طا-لبانو د وژل کېدو له وېرې د بامیانو په غرونو او دښتو کې مېشت شوي دي.
ویل کېږي چې دغو کډوالو ته تر اوسه بېړنۍ مرستې نه دي رسېدلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا