اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د کمپاین نوی پړاو پیل شوی او ټاکل شوې ده، چې تر پنځو کلونو کم عمره سلګونه زره ماشومان واکسین شي.

د پولیو واکسین کمپاین چارواکو نن دوشنبه (د میزان ۳مه) د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د دغه پروګرام مسوولينو د هېواد له خلکو وغوښتل چې د واکسيناسيون د پروګرام له کارکوونکو سره همکاري وکړي.

دوی دا هم ویلي چې افغانان کولای شي په دې اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ۱۴۱ شمېرې ته وړیا زنګ ووهي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د خلکو د روغتیايي پوښتنو او اندېښنو په ځانګړي ډول د پولیو واکسین په اړه د ځواب ویلو لپاره یې یو تماسیز مرکز پرانیستی دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې چارواکو خبرداری ورکړی و چې دغه ناروغي په دغه هېواد کې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده.

دوی وايي، د روان کال له پیله تر اوسه په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې د هرات روغتیايي چارواکو پرون اعلان وکړ چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې به یو اعشاریه درې میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا