افغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

سرتاج عزیز: غني له طالبانو ملاتړ کوي

په داسې حال کې چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او له هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي، د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار دا ځل افغان ولسمشر محمد اشرف غني تورن کړی چې له وسله‎والو طالبانو ملاتړ کوي.

خو د دغو څرګندونو په غبرګون کې، د جمهوري ریاست چارواکي وایي، د ترهګرو د ځالو موقعیت او پاکستان د دوی د ملاتړ کوونکي په توګه نړۍ ته مشخص شوي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته ویلي « د ښاغلي سرتاج عزیز خبرې د دوی وارخطايي او وېره په ډاګه کوي، په نېږدې راتلونکې کې ګډ عملیات چې امریکا او چین یې څارنه کوي پيلیږي، دوی لا له وړاندې په دې اړه وېره لري او دا ډول څرګندونې د دوی د وېرې ښکارندويي کوي.»

دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه تسره کوي ملاتړ کوي او پټنځايونه ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.

خو افغان چارواکي وایي، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او به خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت هم تیره اونی وویل، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې نوې راپور کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.

د راپور پر بنسټ، د حقاني شبکې او طالبانو ډلې لا هم د پاکستان د ځینو حکومتي او امنیتي ادارو له لورې مرستې ترلاسه کوي.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا