اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د منځني ختیځ پر هېوادونو د امریکا او بریتانیا د بریدونو په اړه د امنیت شورا غونډه رابلل

دید خبری اژانس: د ملګروملتونو امنیت شورا د مینځنی ختیځ په هیوادونو د امریکا او انګلستان د وروستیو حملو په باره کښې غونډه وکړه. په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال یو ځل بیا په غزه کښې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د یمن، سوریې او عراق پر هېوادونو د امریکا او انګلستان د وروستیو بریدونو په تړاو جوړه شوې وه، وویل چې د یمن، سوریې او عراق پر هېوادونو د امریکا او انګلستان د وروستیو بریدونو د نړۍ اندېښنې راپارولي دي.

هغه وویل: «په سور سمندر کې د بریدونو دوام په سیمه کې د جګړې د پراخیدو ګواښ دی».

د چین استازی هم د امنیت شورا په دغه غونډه کښې وویل: نړۍ باید په مینځنی ختیځ کښې د امریکې فوځی حملې وغندی. دا کړنې په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي.

دغه راز د روسيې استازي وويل: امريکا په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخولو په لټه کې ده. په یمن باندې د امریکې او برتانیې حملې نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ دی.

په ملګرو ملتو کښې د ایران استازی هم په سیمه کښې د شخړو د ختمولو یواځینۍ لاره په غزه کښې د نسل وژنې د بندولو لپاره د طا-لب د مجبورولو یواځینۍ لاره وبلله او څرګنده یې کړه: واشنګټن او لندن په سیمه کښې د اوسنیو حالاتو له عامل څخه د پام اړولو لپاره بې رحمانه کوشش کوی. په دې سره چې ایران مجرم وګڼل شي.

په همدې حال کې په دې وروستیو کې د یمن د حکومت او په سیمه کې د میشتو امریکایی او بریتانوی پوځیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د ډزو د تبادلې لامل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا