اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د طا-لبانو د اورګاډي ادارې پلاوي ایران ته سفر وکړ

د دید خبري آژانس: د طا-لبانو د موقت حکومت د اورګاډي ادارې پلاوي له ایراني چارواکو سره د مشورې لپاره تهران ته سفر کړی.

د طا-لبانو د موقت حکومت د اورګاډي ادارې پلاوی د رېل پټلۍ د مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ د شنبې په ورځ (د جوزا ۲۱نیته) ایران ته ولاړ.
د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه بیانیه کې ویلي، ټاکل شوې دغه پلاوی له ایراني چارواکو سره د افغان اورګاډي د کارکوونکو د لېږد رالېږد د بیا پیل او د روزنې د پروګرامونو پر جوړولو خبرې وکړي.
د افغانستان د اورګاډي په پټلۍ کې د پانګونې لپاره د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت وړاندیز هم د بحث له موضوعاتو څخه دی.
د طا-لبانو پلاوی به له درې ورځني سفر وروسته د هرات – خواف د اورګاډي د دریمې برخې وضعیت وڅیړي او د تورغونډۍ د اورګاډي له سټیشن څخه به هم لیدنه وکړي.
د هرات – خواف ریل پټلۍ په څلورو برخو کې تعریف شوې ده. د دې پټلۍ دوه برخې په ایران کې او دوه برخې یې په افغانستان کې دي. د ایران حکومت د دغې پټلۍ درې برخې جوړې کړې دي. په افغانستان کې دننه څلورم واحد په دوو برخو وویشل شو او د لومړۍ برخې اجراییوي چارې پیل شوې. خو ویل کیږي چې دا د وروستیو تحولاتو وروسته بنده شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا