اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د برتانوي ځواکونو شاوخوا ۴۰۰ ژباړونکي په افغانستان کې بند پاتې دي

ډيډ خبري اژانس: راپورونه ښيي چې د برتانوي ځواکونو د شاوخوا ۴۰۰ ژباړونکو له وتلو دوه کاله وروسته چې د مېشتېدو په شرايطو برابر دي، په افغانستان کې بند پاتې دي.

ټایمز د حکومتي سرچینو په حواله ویلي چې د برتانوي ځواکونو شاوخوا ۴۰۰ پخواني ژباړونکي د بیا میشتیدنې وړ دي خو په افغانستان کې بند پاتې دي.

دغه ورځپاڼه په یوه راپور کې وايي، ټاکل شوې وه چې دغه ژباړونکي د خپلو کورنیو له غړو سره، چې شمېر یې ۱۶۰۰ تنه دی، بریتانیا ته انتقال او مېشت شي.

یو شمېر ژباړونکي چې خبرې یې کړي وايي دوی «د طا-لبانو د انتقامي بریدونو له وېرې» له میاشتو راهیسې په بې سرنوشته خونو کې ژوند کوي او د خوړو لپاره له وچې ډوډۍ او اوبو پرته بل څه نه لري.

په همدې حال کې د برتانیې حکومت ویلي دي چې هغه پناه غوښتونکي چې په موقتي هوټلونو کې اوسیدل، له هوټلونو څخه وایستل شي او هلته به ځای پرځای شي.

تر دې وړاندې هم د دغو کسانو د بې کوره کېدو د احتمال په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا