روستي خبرونهنړۍ

یوسف القرضاوي:

د قدس جګړه د ټولو مسلمانانو ده؛ نه یوازې د فلسطینیانو

شیخ یوسف القرضاوي د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې د فلسطین قضیه خپله قضیه وګڼي، نه دا چې د فلسطینیانو د قضیې په شکل ورته وګوري.

د مسلمانو علماوو د ټولنې مشر پر مسلمانانو غږ کړی چې قدس یواځې د فلسطینیانو نه بلکې د ټولو مسلمانانو دی او له دې څخه دفاع هم پر ټول اسلامي امت لازمه ده.

قرضاوي په خپله ټوېټر پاڼه لېکلي چې موږ باید په ډاګه ووایو چې د قدس جګړه یوه اسلامي جګړه ده، ځکه قدس نه یواځې د فلسطینیانو یا د عربانو دی، بلکې قدس د ټولې اسلامي نړۍ ملکیت دی او په ټولو يې دفاع لازمه ده.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ اسرائیلو د اقصی مسجد دروازې د امنیتي لاملونو په بهانه وتړلې او خلک يې د جمعې لمانځه ادا کولو ته پرې نه ښودل.

د یکشنبې په ورځ اسرائیلو په جزئي ډول د مسجد دروازې پرانېستې، خو پر خلکو يې شرط ولګاوه چې مسجد ته به یواځې د برېښنايي پلټنو دروازو له لارې داخلېږي. فلسطینیانو د اسرائيلو دغه وړانديز رد کړ او وايي چې اسرائیل غواړي له دغې لارې په اقصی باندې خپل حاکمیت راولي.

پرون د جمعې په ورځ یو ځل بیا فلسطینیانو د مسجد اقصی د پوره خلاصون له پاره ستر لاریونونه وکړل، چې د اسرائیلو له خوا پرې ډزې وشوې، چې له امله يې درې فلسطینیان شهيدان او نږدې سل نور يې ټپیان شول.

د یادونې وړ ده چې د مسلمانانو درېيم حرم «اقصی» په ۱۹۶۷ز کې د اسرائیلو اشغال کړی او تر اوسه د دوی تر اشغال لاندی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا