اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د امریکا د امنیت شورا: د افغان پوځ غړو د جګړې د نه کولو پرېکړه وکړه

ډید خبري اژانس: د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند د پاتې امریکايي وسلو په اړه ویلي، چې د طا-لبانو له پرمختګ سره سم افغان ملي امنیتي ځواکونو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او پاتې شول.

تېره ورځ د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دا پوښتنه ننګولې وه، چې په افغانستان کې د امریکا له لوري پاتې شوې وسلې د افغانستان پولې ته څېرمه له افغان وسله والو سره په جګړه کې د ۲۱ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو لامل شوې. هغه وویل چې امریکا په شلو کلونو کې یوازې وسلې نه دي پریښي.

کربي د دغو وسلو د راپورونو په اړه وویل: ما دا راپورونه نه دي لیدلي. خو اجازه راکړئ چې تاسو ته یادونه وکړم … موږ یوازې په افغانستان کې د وسلو ډنډونه نه دي پریښي. دا دروغ دی، دا مسخره ده.

هغه زیاته کړه: هغه څه چې موږ په افغانستان کې د خپل شل کلن پاتې کیدو په ترڅ کې وکړل، البته د کانګریس په منظورۍ او مشورې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په تجهیز کې مرسته وه.

هغه زیاته کړه: لکه څنګه چې مو څو ځله ویلي دي چې د طا-لبانو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو له پرمختګ سره، د هغوی ډېرو پریکړه وکړه چې جګړه ونه کړي، خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او ووځي. هغه «وسلې» چې تاسو یې په اړه خبرې کوئ، او بیا زه نشم کولی دا ځانګړي راپورونه تایید کړم، د افغان ملي امنیتي ځواکونو پورې اړه لري. دا هغه څه دي چې وروسته پاتې دي. داسې نه ده چې امریکا یوازې لاړه او په افغانستان کې یې د وسلو زېرمه پرېښوده. په تاریخي لحاظ دا سمه نه ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، چې پاکستان لا هم په سیمه کې مهم شریک دی: دوی لا هم د پولې بلې غاړې ته د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د امریکايي ځواکونو له خوا د دغه هېواد پر ځواکونو له مرګوني بریدونو وروسته د پاتې شویو پرمختللو وسلو په اړه څېړنه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا