اسلایدشوسیمهشننه

ایران داعش ته خپل زور وښود

تېره ورځ ماښام، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي، په دیرالزور سیمه کې د داعش پوځي مراکزپه ۶ توغندیو په نښه کړل . د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ددې عملیاتو تر پای روسته وویل، چې هدفونه یې په بریالي توګه ایشتلي دي او په دې حمله کې له ځمکې نه ځمکې ته د ذوالفقار په نامه توغندي کارولي دي . ایران دا حمله په داسې حال کې کړې، چې څو ورځې مخکې په تهران کې خونړۍ حملې وشوې، چې یوه یې د آیت الله خمیني په مقبره او بله یې د ایران پر پارلمان شوې وه.

د ایران د موشکي حملې بازتاب په نړیوالو رسنیو کې

د ایران د موشکي حملې بازتاب په نړیوالو رسنیو کې پراخه انعکاس درلود او ډول ډول نظرونه یې په اړه ورکول شوي دي.

رویټرز خبري آژانس : د ایران سپاه پاسدارانو د ایران له لویدیځه د سوریې دیرالزور سیمه د میان برد توغندي په  ویشتلو سره ډېری ترهګر وژلي او د هغوی وسلې او تجهیزات یې له منځه وړي دي .

الجزیره د سپاه پاسداران د توغندیو ایشتل یو خورا مهم پرمختګ ګڼلی دی .

ګارډین ورځپاڼه : ایران د ترهګرو هغه مرکز او لوجیستیکي پایګاه باندې حمله وکړه، چې د سوریې په ختیځ کې د عملیاتو لپاره یې ترې ګټنه کوله .

العربیه : د ایران او عراق تر جګړې روسته، ۳۰ کاله روسته دا لومړۍ حمله ده، چې ایران یې له خپلې خاورې بهر ترسره کوي.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼه وايي: دا حمله په سیمه کې د ایران دښمنانو او له هغوی ځنې عربستان او اسراییل او همداراز امریکا ته یو پیغام دی، چې په سیمه او منځني ختیځ کې څو هډې لري .

ولې ایران په دیر الزور حمله وکړه؟

ایران ویلي، چې دا حمله یې په تهران کې د هغه خونړۍ حملې په غبرګون کې کړې، چې ۱۸ یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل او ویلي یې دي، چې ترهګرو ته  مو کلکه سپېړه ورکړې ده.

سره له دې چې دا حمله له داعش نه یو ډول غچ اخستل دي؛ خو دا حمله سیمه ایز او نړیوال پیغامونه هم درلودای شي. د توغندیو حمله له یوه اړخه امریکا ته یو هشدار دی او همداراز عربستان ته هم چې په دې روستیو کې یې له ایران سره لفظي شخړې ډېرې دي .

دا ړومبی ځل دی، چې ایران نېغ په نېغه له داعش سره په جګړه کې ګډون کوي او له خپلې خاورې یې پر خلاف پوځي ګام پورته کوي . دا حمله داعش ته ډېر پیغامونه لري؛ له یوې خوا د سوریې د پوځ تهاجمي روحیه پیاوړې کوي بلخوا امریکا او عربي متحدین یې چې د داعش له پروژې سره مبهم رفتار لري او له څه مودې را پدې خوا یې له سوریې د جګړې میدان جوړ کړی، دې موضوع ته به ډېر متوجه کړي، چې که په سیمه او نړۍ کې د ایران له ګټو سره لوبې وکړئ؛ نو له پوځي توغندیز غبرګون سره به مخ شئ.

بلخوا د سپاه پاسدارانو بیانیه هم پاموړ ده، چې د ایران دښمنان یې ګواښلي دي، چې که هر چا پر ایران حمله وکړه، په همدې ډول ځواب یې ورکوو . دا ښيي، چې د داعش په نظامي مرکزونو د  ایران توغندیز برید هغو هېوادونو ته هم یوه ډول هشدار دی، چې په ایران کې د جګړې اور بلول غواړي.

فایزه رحمتی- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا