اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

حمدالله محب د ملی دفاع وزارت نوی چارواکو ته: په ټولو امکاناتو سره د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي

د ملي امنیت سلاکار د دفاع وزارت نویو چارواکو ته وویل، چې په ټولو امکاناتو سره د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.

د ملي امنیت سلاکار د دفاع وزارت نویو چارواکو ته وویل، چې په ټولو امکاناتو سره د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.
ده دید خبری آژانس په رپوت، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ملي دفاع وزارت د نوي مرستیال شاه محمود میاخیل او لوی درستیز محمد یاسین ضیاء په پیژند غونډه کې د مخکینۍ لوی درستیز بسم الله وزیري له کړنو څخه مننه وکړه او وویل: نظامونه د خلکو د آرمانونو تمثیلونکي دي او ملي دفاع وزارت د دغو آرمانونو ساتندوی دی.


نوموړي زیاته کړه چې هر سرتیری د ویاړ دی ځکه په تیر کال کې دا سرتیري ول چې د دښمن کاذب غروریې چې فکر کاوه بریالی کیږي او سیمې به نیسي د جنګ په میدان کې ور مات کړ، زموږ سرتیرو دخلکو او هیواد د آزادۍ او پولو مدافعین دي.
ښاغلی محب د دفاع وزارت نویو ګمارل شویو چارواکو ته مبارکي ورکړه او وویل، چې په ټولو امکاناتو سره د افغانانو د ساتنې لپاره د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.
د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد وویل، موږ په ټول توان د خلکو، هیواد، ملي ګټو او شتمنیو څخه ساتنه کوو او زموږ جنګ او مبارزه په هیواد کې د دایمي او پر افغاني ګټو ولاړې سولې لپاره ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا