افغانستانروستي خبرونه

د ملګرو ملتونو چارواکي: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د دید خبري آژانس: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال کیلي کلیمنت، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې په دغه هېواد کې میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د دغو ماشومانو لویه برخه نجونې دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال کیلي ټي کلیمېنټ د سه شنبې په ورځ (د غبرگولی په ۲۴ مه) په ټویټ کې وویل چې هغې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په هرات ولایت کې له ښځو سره وکتل.
هغې لیکلي، «په افغانستان کې د لسیزو جګړو سره سره، ښځې لا هم باثباته دي.»
نوموړې دغه څرګندونې په هرات کې د ښځو له سوداګریز مرکز څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه، «په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له ښوونځیو څخه وتلي، چې یوه لویه سلنه یې نجونې دي».
د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال په مشرۍ يو پلاوی افغانستان ته تللی و، څو په افغانستان کې د ښځو، کډوالو او د بشري حقونو وضعيت له نږدې وڅاري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا