افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

۲۱ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه ټپیان دي. د خیرخانې په جومات کې د چاودنې په اړه د طا-لبانو لخوا ورکړل شوې احصایې

دید خبري آژانس: طا-لبانو تایید کړې، چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل په صدیقیه جامع جومات کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي او ۳۳ نور یې ټپیان کړي دي.

۲۱ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه ټپیان دي. د خیرخانې په جومات کې د چاودنې په اړه د طا-لبانو لخوا ورکړل شوې احصایې

په کابل کې د طا-لبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۲۷مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې د جامع صدیقیه جومات په چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د پولیسو د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د کوتل خیرخانې په سیمه کې د جامع صدیقيه په جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال شوې ده.
د هغه په وينا، د دې چاودنې ټول قربانيان ملکي وګړي په ځانګړې توګه عبادت کوونکي دي.
تر دې مخکې الجزیرې د یوه امنیتي چارواکي په حواله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه او ۴۰ نور ټپیان کړي وو.
یو شمېر عیني شاهدانو ویلي، چاودنه په جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې، چې د لمانځه پر مهال وچاودید.
تر دې مخکې د کابل ایمرجنسي روغتون په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د پېښې له ځای څخه دې روغتون ته ۲۷ ټپیان وروړل شوي، چې پنځه یې ماشومان دي.
د دغه روغتون د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۳ تنه ټپیان مړه شوي دي.
په همدې حال کې يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، چې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېره له هغه څه لوړه ده، چې وسله والو طالبانو کړې ده.
په دې چاودنه کې د جامعه صدیقیه جومات خطیب مولوي امیر محمد کابلي او یو تن دیني عالم او د هغه یو شمېر شاګردان هم وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې پر دغه جومات د برید مسوولیت نه دی منلی.
طا-لبانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا