اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د پاکستان کابینې له ایران سره د کړکیچ د ختمولو لپاره رایه ورکړه

دید خبری آژانس: د تهران او اسلام آباد ترمینځ له څو ورځو کړکیچ وروسته د پاکستان کابینې د دواړو هیوادونو ترمینځ د کړکیچ د ختمولو پریکړه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دیپلوماتیکې اړیکې باید له سره پیل شی.

رویټرز د پاکستاني رسنیو په حواله ویلي چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې له ایران سره جګړه پای ته ورسوي او له ایران سره بشپړې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان کابینې د لومړي وزیر په مشرۍ په یوه غونډه کې له ایران سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بشپړولو لپاره د لازمو اقداماتو منظوري ورکړه.

د کابینې تر غونډې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني هم ویلي و چې اسلام اباد نه غواړي له ایران سره کړکېچ زیات کړي.

څو ساعته وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایران یو «دوستانه هېواد» بللی و او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو پر اړتیا یې ټینګار کړی و.

د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ نن د دغه هیواد د پوځي خدماتو له مشرانو سره د «ایران او پاکستان تر منځ له پیښو وروسته د پراخو امنیتي کتنو» په مناسبت غونډه وکړه.

یو ساعت مخکې اې ایف پي د یوه امنیتي چارواکي په حواله راپور ورکړی و، چې په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ د ګډو ځواکونو مشر او د دغه هېواد د استخباراتي ادارو مشر هم موجود وو.

د ایران له خوا پر پاکستان تر توغندیز برید وروسته کاکر د هالنډ په «داووس» ښار کې د «نړیوال اقتصادي فورم» په غونډه کې خپل سفر پرېښود او بېرته خپل هېواد ته ستون شو.

د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا وروسته له هغه پیل شوه چې ایران د سه شنبې په ورځ د جېش العدل ډلې پر دوو مهمو مرکزونو برید وکړ.

د دې برید په غبرګون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په سهار په یوه بیان کې اعلان وکړ چې دوی د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د ترهګرو پر پټنځایونو یو لړ «دقیق او ښه هدف لرونکي پوځي بریدونه» کړي دي. دغه اقدام د ایران له غبرګون سره مخ شو او په تهران کې یې د پاکستان شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښت.

د چهارشنبې په ورځ د ایران له توغندیز برید وروسته پاکستان له ایرانه خپل سفیر ورغوښتی او له تهران سره یې هر ډول دوه اړخیزې خبرې وځنډولې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابینې له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل: «پاکستان او ایران د تاوتریخوالو په کمولو او په خپلو سیمو کې د یو بل د حاکمیت په درناوي موافق دي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا