اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په غزه کې د اوربند دوام؛ ۱۷ یرغمل او ۳۹ بندیان تبادله شول

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د اسرائیلو او حماس ترمینځ په غزه کښې له څلور ورځنی اوربند وروسته د دواړو لورو ترمینځ ۱۷ یرغمل او ۳۹ نور بندیان تبادله شول.

رویټرز لیکي چې په غزه کې سره صلیب د حماس له ډلې ۱۳ اسرائیلي، درې تایلندی او یو روسي تبعه وسپارل.

د فلسطین وفا خبري اژانس هم لیکلي، چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په بدل کې ۳۹ فلسطینیان چې ټول یې تنکي ځوانان دي، د اسرائیلو له زندانونو خوشې شوي دي.

دغه خبری آژانس همداشان اعلان کړی چې که د اسرائیلو له زندانونو څخه نور فلسطینیان هم ازاد شی نو حماس غواړی دغه اوربند وغځوی.

د اسرائیلو د رژیم لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې که هره ورځ ۱۰ تنه یرغمل خوشي شي نو د اوربند پر تمدید به موافقه وکړي.

خو د راپور له مخې نتانیاهو بایډن ته دا هم وویل چې د اوربند په پای کې به «موږ به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په پوره قوت سره راستون شو».

دا څلور ورځنی اوربند چې د نړیوالو هڅو په پایله کې تر لاسه شو، له ۴۹ ورځو جګړې وروسته چې د اسرائیلو پر رژیم د حماس د برید په پایله کې پیل شو، د جګړې لومړۍ پایه ده چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله ۱۴۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا