افغانستانروستي خبرونهسیمه

څلور اړخیزې خبرې بیا پیلوو

افغانستان او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د امريکا، چين او يادو هېوادونو د څلور اړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه کړې ده.

دا موافقه تېره ورځ ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وکړه، خو څرګنده نه ده، چې غونډې به څه وخت پيلېږي. له دې وړاندې د دې ډول پينځه غونډې ترسره شوې، چې وروستۍ هغه يې تېر کال د غوايي د مياشتې په پای کې اسلام اباد کې وشوه، خو کومه مثبته پايله يې ورنه کړه.

د ارګ وياند نجيب الله ازاد ازادۍ راډيو سره خبرو کې وويل: «ولسمشر غني او د پاکستان صدراعظم موافقه کړې، چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا څلور اړخيزې غونډې وشي، څو ياد هېوادونه له نړيوالو ترورېزم سره له خپلو امکاناتو سره سم مبارزه وکړي».

ښاغلي ازاد تمه ښودلې، چې پاکستان دا ځل د عملي کار هوډ لري: «دا ځل احساس شوه چې د پاکستان صدراعظم داسې هوډ لري، چې تر ډېره ځايه کېدای شي عملي بڼه غوره کړی».

د ازاد په وينا د پاکستان صدراعظم د شانګهای سرمشريزه کې ژمنه کړې، چې تېرې تېروتنې به نه تکرارېږي او له ترورېزم سره به جدي مبارزه کوي.

دا موافقه يو ځل بيا په داسې حال کې کېږي، چې افغان حکومت په دې وروستيو کې پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې ترورېزم سره له مبارزې پرته بله لار نه لري او که دا کار ونه کړي، له بدو پايلو سره به مخ شي.

افغان حکومت د کابل د وروستۍ خونړۍ او نورو پېښو پړه پر پاکستان اچوي. ولسمشر غني په خپلو تازه څرګندونو کې پاکستان د نړۍ پر سطحه په منزوي کولو ګواښلی دی. پاکستان بيا د افغانستان دا تورونه ردوي. د دې هېواد چارواکو له افغان حکومته وغوښتل چې که د کابل وروستۍ پېښه کې د دوی د ښکېلتيا په اړه څه شواهد لري، وړاندې دې يې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا