اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په چین کې میشت افغانان کولای شي پاسپورتونه ترلاسه کړي

ډید خبري اژانس: د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په چین کې مېشتو هېوادوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر نن (۱۶ دلو) پیل شو. دغه وزارت له وړ افغانانو غوښتي چې د پاسپورټ لپاره عریضه وکړي.

تر دې مخکې د سرپرست حکومت په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل کړی و.

واک ته د طا-لبانو له راتګ وروسته، په بهر کې د افغانستان زیاتره سیاسي ماموریتونه د پخواني رژیم د ډیپلوماټانو له خوا اداره کیږي، چې نوي پاسپورټونه نه ورکول کیږي، بلکې زاړه پاسپورټونه نوي کیږي.

خو د سیمې په ډیرو هیوادونو او د افغانستان په ګاونډ کې د طا-لبانو ډیپلوماتان منل شوي او سفارتونه یې د دغې ډلې د ادارې په واک کې ورکړل شوي دي.

څه موده وړاندې په پیکن/ بیجینګ کې د سرپرست حکومت ټاکل شوي سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه له ۴۱ نورو سفیرانو سره وسپارل.

چین یو له هغو هېوادونو دی چې له طا-لبانو سره نږدې اړیکې لري او د سرپرست حکومت تر ټولو لوی سوداګریز شریک بلل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا