اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستنړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به سبا چین ته سفر وکړي

ډید خبري اژانس: د واشنګټن او بیجینګ تر منځ د کړکېچ سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په راتلونکو ورځو کې چین او برتانیې ته سفر وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن به د جون په ۱۶ او ۲۱مه نېټه له چين او بريتانيا څخه ليدنه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، بلينکن به په بېجينګ کې له لوړ پوړو چارواکو سره په ليدنه کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د مسوولانه پرمختګ لپاره د پرانيستې مواصلاتي لارو پر ساتلو ټينګار وکړي.

دغه راز د دوه اړخيزو اړيکو، نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د همکارۍ د احتمالي ساحو په اړه به هم له چينايي چارواکو سره د بلينکن په ليدنه کې خبرې وشي.

بلینکن به بریتانیا ته د خپل سفر د یوې برخې په توګه د اوکراین د بیارغونې په نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي، چې د دغه هېواد لپاره له دولتي او خصوصي سکتورونو څخه د مرستو راټولولو په هدف جوړېږي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې تل له کړکیچنو او کړکیچونو سره مخ شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا