اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پناه غوښتنې د پالیسۍ پر سر شخړې د هالنډ د حکومت د سقوط لامل شوې

دید خبري آژانس: د هالنډ حکومت بالاخره د مهاجرو د تګلارو پر سر د ګوندونو ترمنځ د اختلافاتو له امله سقوط وکړ.

راپورونه ښیي چې په ایتلافي حکومت کې موجود څلور ګوندونه د لومړي وزیر مارک روټه په مشرۍ د کړکیچ د حل لپاره په خبرو اترو کې موافقې ته ونه رسیدل.

روټي د خپلې کابینې د غړو د استعفا اعلان وکړ، چې له دې وروسته به په څو میاشتو کې نوې ټاکنې ترسره شي.

تر دې مخکې د دغه هېواد رسنیو د کډوالۍ پر سیاستونو د حکومت د څرګندو اختلافاتو او پر واکمن ایتلاف د هغې د اغېز د احتمال په اړه راپور ورکړی و.

۵۶ کلن روته چې په واک کې د پاتې کېدو او د ۱۲ کلونو لپاره د لومړي وزیر د چوکۍ د ساتلو د لوړ ظرفیت او وړتیا له امله په «تیفلون» نومول شوی و، د څلورمې دورې لپاره د ایتلافي حکومت مشر شو. د تیر کال له جنورۍ راهیسې د هغه هیواد اجراییوي چارې په غاړه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا