روستي خبرونهنړۍ

ان بي سي:

امریکا په نوې تګلاره کې د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې جدي ده

امریکا به په خپله نوې تګلاره کې د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدامات کوي.

ان بي سي تلویزیون د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په نوې تګلاره کې به د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدام تر سره کېږي. د سرچینې په وینا د امریکا نوې تګلاره ښايي د همدې میاشتې په اوږدو کې ټرمپ ته ورکړل شي او د راتلونکي عیسوي میاشتې په لومړیو کې عملي شي. سرچینه همدا راز زیاتوي چې د ټرمپ له لوري ددغه تګلارې امضا به نږدې ۴ زرو امریکايي سرتېرو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ولاړ شي او د وسله والو ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه وکړي.

په راپور کې همدا راز راغلي، چې د ټرمپ تګلاره یوازې د افغانستان په اړه نه بلکې د سیمې په اړه ده او په دې تګلاره کې به هڅه وشي چې د پاکستان او افغانستان په همغږۍ په سیمه کې شته ترهګر وځپل شي.

د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس تر دې وړاندې ویلي و، چې د ناټو ددفاع وزیرانو په کنفرانس کې به د امریکا تګلاره هم روښانه شي، خو هغه هلته یوازې په دې اړه خبرې وکړې چې د ټرمپ تګلاره د ناټو او متحدینو تر پرېکړې پورې ځنډېدلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا