اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

سالنګ د بار او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شو

دید خبري آژانس: د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لاره د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د سالنګ لویه لار نن پنجشنبه (د جدی ۷ مه) د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مسافر وړونکي بسونه په عادي او دوه اړخیزه توګه د تګ راتګ اجازه لري، خو بار وړونکي موټر به د مهال ویش له مخې د سالنګ له لارې تېرېږي.

دغه وزارت له موټر چلوونکو څخه غوښتي دي چې په جدی توګه د اضافي وزن له وړلو ډډه وکړي.

د سالنګ لویه لار له شاوخوا څلورو میاشتو تړل کېدو وروسته د قوس په ۲۹ مه یوازې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګ د ٨٠ کيلومتره لويې لارې د بيارغونې کار د کب په ٢١مه پيل شو، خو له سنبلی ۸ څخه دغه لار په بشپړه توګه د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا