اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

اوچا: نږدې ۸۰ سلنه افغانان په ژمي کې د تودولو مواد نه لري

ډید خبري اژانس: اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر خبرداری ورکړی چې په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان ۷۹ سلنه خلک ګرمۍ ته لاس رسی ونه لري.


اوچا د سه شنبې په ورځ (د لړم درېیمه) په یوه راپور کې ویلي، چې ۷۹ سلنه افغان کورنۍ په راتلونکي ژمي کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره سوختی مواد نه لري.
د اوچا راپور ښیې چې ۷۹٪ افغان کورنۍ په راتلونکي ژمي کې د خپلو کورونو بیارغونې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم ویلي، چې ۵۶ سلنه افغان کورنۍ خپلو ماشومانو ته ژمنۍ جامې نه لري.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې وزلۍ په ګراف کې د ۹۷ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا