اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهټولنه

یوناما: په تېرو دوو کلونو کې تر ۳۷۰۰ ډېر کسان په چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل شوي

دید خبری آژانس: یوناما په افغانستان کی د طا-لبانو د واکمنی له وخت راهیسی د ملکی تلفاتو په اړه یو راپور ثبت او خپور کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سه شنبې په ورځ (د سرطان ۶) په یوه راپور کې اعلان وکړ چې دغه سازمان د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې نیټې پورې په ټولیز ډول ۳۷۷۴ ملکي تلفات (۱،۹۵ مړه او ۲۰۰۰ نور ټپیان) کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، له هغه مهاله چې طا-لبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، د بریدونو او چاودنو په پایله کې ۱ زره ۹۵ کسان وژل شوی او د ۲۳۳ ښځو او ۸۶۶ ماشومانو په ګډون ۲ زره ۶۷۹ کډوال ټپیان شوی دی.

یوناما د انساني تلفاتو تر ټولو لوی لامل د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو قصدي بریدونه، له جګړې څخه د پاتې چاودیدونکو توکو پاتې کیدل او هدفي وژنې ګڼلي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې موده کې پر عبادت ځایونو د بریدونو په پایله کې ۳۶۸ کسان وژل شوي او ۸۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما زیاته کړې چې د شیعه ګانو پر عبادت ځایونو بریدونه تر نیمايي زیات ملکي تلفات دي، چې ۲۲۶ وژل شوي او ۴۶۰ ټپیان دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته د ملکي تلفاتو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی، خو په دې موده کې د ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله د ځانګړې اندېښنې لامل دی.

په دې وروستیو کې دغې ادارې د یوې خپلواکې، بې پرې، پر وخت، بشپړې او شفافې څېړنې او همدارنګه د بریدونو د عاملینو د پېژندنې او محاکمې غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا