اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

طا-لبانو په هرات کې د شیعه ګانو د هدفي وژنې مسوول «داعشی تیم» د له منځه وړلو اعلان وکړ

دید خبری اژانس: د هیواد په لویدیځ کښې په دیني عالمانو او شیعه ګانو له هدفي بریدونو وروسته طا-لبانو د داعش د یوه مهم غړي د وژل کیدو او د څو تنو د نیولو خبر ورکړ.

ويل کيږي چې په دې وروستيو وختو کې د هېواد په لويديځ کې د کشفي ځواکونو په عملياتو کې له داعش سره د تړاو په تور يو تن وژل شوى او يو شمېر يې نيول شوي دي.

درارسيدلو خبرونو له مخې، دغې تروريستي ډلې په هرات کې د شيعه ضد عملياتو په بهير کې لاس درلود او له وژل شوي کس څخه دوه ميله وسلې ترلاسه شوي دي.

په داعش پورې تړلې د دغې ترهه ګرې ډلې وروستی عمل د سلواغې د میاشتې لسمه نیټه وه چې د هرات ولایت په جبریل ښارګوټی کښې د دیني عالمانو په شمول د یو شمیر شیعه وګړو د شهادت سبب شو.

ویل شوي، چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر ډېر مهم دي او په ډېرو جرمونو کې لاس لري.

د طا-لبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې اړه یوه تخنیکي او مسلکي ټیم خپلې څېړنې پیل کړې او تمه ده چې په دې برخه کې به نور جزئیات ترلاسه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا