اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لبانو د امریکا دې غوښتنې ته چې د ایران د ناامنه کولو غوښتنه یې کړې، منفي ځواب ورکړی دی

دید خبری آژانس: د راپورنو له مخی طا-لبانو په دوحه کې له امریکایی چارواکو سره په وروستیو ناستو کې د ایران د ناامنه کولو غوښتنې ته منفی ځواب ورکړی دی.

دا خبره فارس خبري اژانس په دوحه کې د خپلو سرچینو په حواله کړې ده.

دغې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې په دغو ناستو کې د امریکا استازو له طا-لبانو وغوښتل چې د افغانستان د هغو شتمنیو یوه برخه چې د واشنګټن له خوا بنده شوې، د طا-لبانو د ناامنۍ د مخنیوي په بدل کې خوشې کړي، دا منفي ځواب ورکړ.

د دغه رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي ټام ويسټ له طا-لب چارواکو سره په پرله پسې غونډو کښې تل دا غوښتنه مطرح کړې ده چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ايران لپاره د بې ثباتۍ په قوت بدل شي.

سرچینه زیاتوي، چې طا-لبانو د امریکا دغه وړاندیز ته په ښکاره توګه منفي ځواب ورکړی او هغه یې رد کړی دی.

د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د طا-لبانو مرکچي پلاوي ته نږدې دیپلوماتیکو سرچینو هم اعلان کړی چې دا وړاندیز د امریکایانو لخوا څو ځله شوی و، خو حتی د طا-لبانو او امریکا ترمنځ د پوځي فعالیتونو او سختو جګړو د سختې دورې په پام کې نیولو سره طا-لب چارواکو دا خبره رد کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا