اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غونډه تر سره شوه


سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او يو شمېر لوړ پوړو مسئولينو په ننګرهار او په ځانګړي ډول پچير اګام ولسوالۍ کې د وروستي امنيتي وضعيت ښه کېدو په موخه د نظامي شورا غونډه تر سره کړه.
دغه غونډه، چې د غبرګولي په ۲۶مه په ۲۰۱۱ سيلاب قول اردو کې جوړه شوې وه په کې د ننګرهار سرپرست مرستيال محمد عالم اسحاقزي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي ظاهر قدير په مشرۍ له مرکز څخه سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو پلاوي، ننګرهار ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان محمد زمان وزيري، امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د بهرنيو ځواکونو يو شمېر مشرانو او نورو مسئولينو ګډون کړی و.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنيتي ځواکونو د وروستيو اقداماتو ستاينه وکړه.
نوموړي او له مرکز څخه راغلي پلاوي د امنيت په ټينګښت، پېښو مخنيوي او داييمي ثبات په موخه بحث تر سره کړ.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنیتي ادارو مسئولينو ته د امنيت په پياوړتيا، مخالفينو ځپلو او يو شمېر نورو برخو کې هم لازمې سپارښتنې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا