اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمه

پاکستان په کابل کې سیمه ییزې غونډې ته خپل استازي نه استوي

دید خبری آژانس: اسلام آباد به د کابل په سیمه ایزه غونډه کښې د ګډون لپاره هیڅ استازی ونه لیږی او په کابل کښې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظامانی به د دغه هیواد استازیتوب وکړی. دا غونډه به نن په کابل کې جوړه شي.

پاکستانی خبریال طاهر خان زیاته کړه: زمونږ د معلوماتو له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف خان درانی به په کابل کښې د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو د خاصو استازیو په غونډه کښې ګډون ونه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (د دلو ۸ مه) پاکستاني رسنیو په کابل کې د تماس ډلې د سیمه ییزې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

دا غونډه نن (د دلو ۹ مه) د ایران، چین، روسیې او پاکستان د ځانګړو استازو په ګډون په کابل کې جوړېږي.

دغه راز د سرپرست حکومت يوه چارواکي له پاکستان دیلی ورځپاڼې سره په خبرو کې د دغو څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو شتون تاييد کړ او په کابل کې يې د تماس ډلې په راتلونکو غونډو کې د نورو هېوادونو د استازو د ګډون خبر ورکړ.

داسې ښکاري چې اسلام اباد له سرپرست حکومت سره د خبرو لېوالتیا له لاسه ورکړې ده. د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې هم د پاکستاني چارواکو او طا-لبانو ترمنځ د ترینګلتیا څرګندونه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا