اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیمهمنطقیمهاجرتمهم مطالب

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیلوی

ډید خبري اژانس: پاکستاني رسنیو د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو د پیلولو لپاره د دغه هېواد حکومت چمتووالی ښودلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب ایالت حکومت ته امر کړی چې د اپریل له ۱۵مې د افغان اتباعو د اخراج دوهم پړاو پیل کړي.

په دې مرحله کې، د «افغان اتباع کارت» (ACC) درلودونکي ایستل کیږي.

ویل کیږي چې وفاقي حکومت به د پنجاب ایالت حکومت ته د کارت لرونکو کسانو لیست چمتو کړي چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تابعیت کارت لرونکو څخه غوښتل شوي چې لومړی په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به ونیول شي او ویستل شي.

د بهرنیو اتباعو د ویستلو د دویم پړاو بشپړولو وروسته، په دریم پړاو کې به د POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي ويستل شي.

د تېر کال په پای کې پاکستان له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ.

ویل کېږي چې له پاکستان څخه تر نیم میلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا