اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

نوي ډهلي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو ملاتړ وکړ

ډید خبري اژانس: د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، نوی ډهلي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو ملاتړ کوي.

په دوحه کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت د سیمه ییزې ادارې عمومي مشر جې پي سنګ رسنیو ته ویلي چې د دغه نوي استازي د ټاکلو په اړه خبرې روانې دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي چې د دوحې په غونډه کې به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ونه ټاکل شي.

آصف دراني په دوحه کې رسنیو ته وویل چې د ځانګړي استازي د ټاکلو خبرې به دوام ولري.

تر دې مخکې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د سرچینو له قوله ویلي و چې ښاغلي دراني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو د پلان ملاتړ کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا